ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پاکستان ته د داعشي ترهه ګرو د شمېر په باب د جزئياتو له بيانولوپرته وويل: د دغه هېواد د استخباراتي او فوځي چارواکو په شتون سره په دې موضوع باندې د غور کولو لپاره د غږملتيا يوه کمېټي جوړه شوې ده.
همدارنګ په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د استخباراتو ادارې ويلي دي چې د دغې ادارې ځواکونو د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې تقريباً شپږ سوه عناصر نيولي دي.
داعش ترهه ګرې ډلې په دې وروستيو مياشتو کښې د کابل، نګرهار، قندوز او قندهار په شمول د افغانستان په مختلفو سيمو کښې ترهه ګريزې حملې او چاودنې کړې دي چې له امله يې په سلګونو تنه مړۀ او ژوبل شوي دي.